په غزني کي د وسله والو طالبانو، افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د راپورونو له مخې وسله والو طالبان له جګړو په شا سوي دي او په ځينو برخو کي یې د ملکي وګړو په کورونو کي سنګرونه نیولي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني وايي، طالبانو د ملکي وګړو په کورونو کي کمین نیولی، چي له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

له سیمې راپورونه وایي چي تېره شپه بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کي د یوې کورنۍ تر ۱۸ پوري غړو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د ولایتي شورا یاد غړی هم دغه برید تاییدوي خو وايي، دا معلومه نه ده، چي څومره کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې او یا دا چي ټول ملکیان دي که وسله وال هم پکښي دي.

هغه د غزني وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ ښيي او وایي، په دغه ښار کي ډېرو جدي او اړینو مرستو ته اړتیا ده.

دده په وینا طالبانو په غزني کي وحشت خور کړی دی او دغه ښار یې د اور په لمبو سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...