په ننګرهار کي د دې ولايت د ولايتي شورا پخوانی غړی او د ولسي جرګې لپاره کاندید د جاويد زمان غمشريک پلويانو د شکایتونو کمیسیون د هغي پرېکړي په غبرګون د ننګرهار د ټاکنو کميسيون دروازه تړلې چي د نامعلومو دلايلو پر اساس یاد وکيل د راتلونکو ټاکنو د ولسي جرګې د نوماندانو له ليست څخه لیرې کړی دی.
دوی وايي، چي د اجرايه رياست په فشار د دوي نوماند د ولسي جرګې د لیست څخه حذف سوی.
د دوي غوښتني دا دي چي تر څو د یاد وکيل د لیري کيدو دلايل معلوم نه وي او يا هم بيرته په لیست کي شامل نه سي نو تر هغه به دوی د ننګرهار د ټاکنو کميسيون دروازه به تړلې وی.
د يادولو وړ ده چي په ټولنيزو شبکو کي په خپور سوي مکتبونو کي ولايت مقام د ياد وکيل هر ډول جنايي جرم او د غير مسئولو وسله والو لرل او د ځمکو په غصب کي لاس لرل رد کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون