راپور: محمد یار مجروح
کندهار ښاروالۍ ته د ۱۳۹۷ کال ټول ټال ۶۵۵ ملیونه افغانۍ بودیجه ورکول سوې ده، چي له دې جملي څخه يې ۴۲۶ میلونه افغانۍ انکشافي بودیجې ته ځانکړي سوي دي.
د کندهار ښاوالۍ سرپرست محمدنسیم رضايي وايي، که څه هم ښاروالۍ ته بودیجه ناوخته ورکول سوې خو دوی کوشش کوي چي یاده بودیجه په ښه دول مصرف کړي.
دده په خبره په کندهار ښار کي دا مهال د دیارلسو پروژو کارونه روان دي او ډیر ژر به نوي پروژې هم پيل کړي.
بلخوا ښاریانو د کندهار له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چي یاده بودیجه دي د ښار په ټولو برخو کي په مساوي ډول استعمال کړي.
کندهار ښاریان وايي، تیر کال د کندهار ښار په یو شمیر سیمو کي ښاروالۍ هیڅ پروژې نه دي عملي کړي او لا هم د ښار یو شمیر سړکونه خامه پاته دي.
د کندهار ښاروالۍ سرپرست د ښار د نه پراخوالي یوازنی لامل د ناوخته بودیجې ورکول بولي.
خو دی وایي، د نورو کارونو تر څنګ به ډیر ژر د کندهار ښار په شمالي برخه کي دسیلابي اوبو دمخنیوي لپاره یو بند هم ورغول سي، چي له دې سره د کندهار ښار د ابو زیرمي رالوړي سي.
د کندهار ښاروالۍ مسٔوولین زیاتوي چي د تیر کال به بودیجه کي ۳۲ پروژو ته ځای ورکول سوی وو، چي د ډیرو پروژو کارونه بشپړ سوي او د پاته پروژو کارونه به د سږ کال په بودیجه پوره کړي.
تیر کال کندهار ښاروالۍ ۴۳۰ میلیونه افغانۍ انکشافي بودیجه مصرف کړې چي د مسوولینو په خبره سږ کال به تر دې هم زیاته انکشافي بودیجه مصرف کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون