د افکو کمپنۍ له خوا هغه کسانو ته ۳۷۲ نمرې مځکي ورکول کیږي چي له دغه کمپنۍ سره یې له تیرو اوو کالو راهیسي کار کړی وي

دا ټول هغه کسان دي چي اقتصاد یې کمزوری او د مځکو رانیولو وس یې نه درلود.

د افکو کمپنۍ اداري مدیر رحمت الله دلسوز وايي، د دې کمپنۍ د پالیسۍ له مخي ټولو هغه کسانو ته دوی د سرپناه لپاره مځکي ورکوي چي له دغه کمپنۍ سره یې د کار موده اووه کالو ته رسېدلې وي.

هغه وايي، دغه لړۍ روانه ده او هغه کسانو ته به هم مځکي ورکړي چي وروسته یې کاري موده اوو کلونو ته رسیږي.

هغه کسان چي د افکو کمپنۍ سره يې اووه کاله کار کړی هم خوښ دي چي مځکي ورته ورکول کیږي او وايي، چي خپلي مځکي یې نه درلودې او اوس ترې برخمن سوه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...