په روزګان کي جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او ځایي اوسیدونکي یې اندیښمن کړي

راپور: اجمل وصال

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او یوشمیر ولسوالیو پر مرکزونو د تیري یوې اونۍ راهیسي یوځل بیا د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پیل سوي چي د ځایې اوسیدونکو اندیښنې له ځان سره لري.

غوښتنه کوي چي امنیتي ځواکونه دي د روانو بریدونو مخنیوی وکړي او که شوني وې جګړه ییز حالت ته دي د پای ټکی کښیښودل سي او د اوربند لپاره دي پر لارو چارو غور وسي.

روزګانیان چي د تیرو دوکلونو راهیسي جګړو ورڅخه هرڅه اخیستي، تل پاتي سولي ته یې هیلي زیاتي دي.

امنیتې مسٔوولین هم وایي، طالبانو تیره شپه د مرکز ترینکوټ شمال او شمال ختیځ لوري کوټوال او شاه منصور پر امنیتي کمربندونه ډله ییز بریدونه ترسره کړه او غوښتل یې ترینکوټ ښار ته داخل سي.

ددغه ولایت د امنیې قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان ملک زین الله وایي، د طالبانو د خاصي لیزري قطعي بیګاني بریدونه له ماتي سره مخ سوي او د هغوی ۶ تنه وژل سوي او ۷ نوریې ټپیان دي.

ډاډ ورکوي چي امنیتي ځواکونه به طالبان پرمختګ ته پرې نږدې.

.بل خوا بیا طالبان ددغه ولایت په بیلابیلو سیمو د ګڼو بریالیو بریدونو د ترسره کیدو خبر ورکوي.

روزګان کي روانو جګړو ځایي اوسیدونکي په داسي حال کي اندیښمن کړي چي دوه کاله مخکي ددغه ولایت ګڼي سیمي طالبانو په ډله ییز توګه په لاس راوړي او د ولایت د مقام او امنیې قومندانۍ پورې یې هم ځانونه راورسول.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...