راپور: محمد یار مجروح
په کندهار د بست زون په کچه روزل سوي شاوخوا شپيته کسان چي لوبڅاران، روزونکي او منډه شمیرونکي پکښي شامل دي.
یادو کسانو شاوخوا درې ورځي په یادو برخو کي زده کړي تر لاسه کړې.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي مرستیال روزونکی اسدالله خان وايي، په یادو کورسونو کي ګډونوالو ته تر ډیره دکرکټ اړوند د لمړنیو معلوماتو ښودنه کیږي چي هدف يې په زونونو کي د کرکت پياوړي کول دي.
دده په خبره که په زونونو کي روزونکي وروزل سي، د ملي لوبډلي لپاره به غوره لوبغاړي پيدا کړل سي.
پر همدې مهال په دغه پروګرام کي د بیلابیلو ولایتونو ګډونوال وايي، په دریو ورځو کی يې د کرکټ په اړه ډیره څه زده کړل چي وبه کولای سي په راتلونکي کي يې نورو کسانو ته وښي.
دوی زیاتوي له دې سره په زونونو کي تخنیکي روزونکي زیات سي او د لوبغاړو ستونزي به هواري سي.
د مسؤلینو په خبره دغه پروګرامونه د افغانستان کرکټ بورډ دلوبي پرمختیايي څانګي له لوري مخ ته وړل کيږي چي له دې سره په زونونو کي به د لوبغاړو تخنیکي ستونزي هواري سي او د لوبغاړو ظرفیت به لوړ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون