کندهار ولایتي اداره وايي، د کندهارـ کابل د لويي لاري مسافرو لپاره يې د خوراکي توکو او روغتیايي ستونزو د حل لپاره چمتووالی نیولی دی

راپور: محمد یار مجروح

پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د برید له امله نن څلورمه ورځ د لويي لاري تړل کیدل مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، او دشپې تېرولو ځای نه لري.

که څه هم افغان ځواکونه د غزني د جګړې د ګټلو خبره کوي، خو لا هم لویه لار د مسافرو پر مخ بنده پاته ده.

د لويي لاري مسافر وايي، افغان حکومت دي لویه لار ژر تر ژره خلاصه کړي او یا دي د مسافرو د شپې تیرولو غم وخوري.

د دوی په خبره که حالت همداسي دوام وکړي د حکومت شتون د دوی لپاره هیڅ مهم نه دی.

د لوي لاري مسافر له وسله والو طالبانو هم غواړي چي د عامو خلګو ژوند ته پام  وکړي او لويي لاري دي د مسافرو پر مخ نه تړي.

بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، د مسافرو د ستونزو د حل لپاره  يې پوره چمتووالي نیولي دی.

د کندهار ولایت مرسیتال عبدالحنان منیب تیره ورځ د مسافرو سره د خبرو پر مهال  ژمنه  وکړه چي د لاري د خلاصیدو تر وخته به يې د شپې تیرولو د ځای او د روغتیا په برخه کي ستونزي حلوي.

د کندهار ملي سوداګرو بیا تیره ورځ پر سلګونو هغو  مسافرو خوراکي توکي وویشل چي له تیرو دریو ورځو راهیسي بند پاته دي.

ملي سوداګرو وايي،  د لويي لاري د خلاصیدو تر وخته به د مسافرو د خوراکي توکو  او ځای اړتیاوي ور پوره کړي.

پر غزني ښار له تیرو دریو ورځو راهیسي وسلوالو طالبانو بریدونه پيل کړي او لویه لار يې د مسافرو پر مخ تړلې ده.

که څه هم  افغان حکومت او وسلوال طالبان د جګړې د ګټلو خبره کوي، خو لا هم جګړه روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درانه تلفاتو ادعاوي کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...