د اګست ۱۲ په ټوله نړۍ کي د ځوانانو د ورځي په نوم لمانځل کیږي

راپور: محمد یار مجروح

د ځوانانو نړیواله ورځ هر کال د اګست په ۱۲ نیټه د نړۍ د ځوانانو د لاس ته راوړنو او د د دوی د تشویق کولو په موخه په ډیرو هیوادونو کي لمانځل کیږي.

عموما هغه کسان چي د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ عمر لري ځوانان بلل کیږي.

په افغانستان کي شاوخوا  ۱۷ میلونه نفوس ځوانان تشکلوي.

بې کاري، ناامني او زده کړو ته نه لاس رسۍ د افغان ځوانانو هغه ستونزي دي چي نورو ګڼو ستونزو ته يې لاره هواره کړې ده او هره ورځ ځوانان وسره لاس او ګریوان دي.

ځوانان وايي، په افغاني ټولنه کي تر ډیره ځوانانو خپلي وړتیاوي ښوودلي دي، خو په هغه ډول چي په نورو هیوادونو کي د ځوانانو لپاره کار کیږي په افغانستان کي نه دی سوی.

یو شمیر ځوانان بیا په دې نظر دي چي، که ځوان قدرونه اول ښه وروزل سي او بیا د ځوانانو له انرژي څخه په سم ډول ګټه واخستل سي، اوسنۍ ستونزي به تر ډیره حل سي.

د نظر خاوندان  وايي، په هغه ټولنه کي چي ځوانانو ته دکار زمینه برابره سوي او ځوانانو ته واک ورکول سوي نصبت نورو ټولنو ته ابادي وي.

خو په کندهار کي د ځوانانو د تعلیم د کچي لوړوالی او د نوي تکنالوژي سره د بلدتیا سره سره بیا هم ځوانانو ته کار زمینه نده مساعده.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...