ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په وروستۍ غونډه کي غزني ښار ته د لا زیاتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پریکړه کړې ده

ولسمشر غني تېره شپه ناوخته وویل ”څو شېبې مخکي مي د اعلی سرقومندانۍ په بيړنۍ غونډه کي د غزني له والي، د تندر قول اردو له قومندان، د غزني له امنيه قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره تفصيلي خبري وکړې او د دغه ولايت او د  غزني ښار د نظامي او بشري وضعیت په هکله مې د دوی صادقانه او تفصيلي معلومات واورېدل. “

هغه زیاته کړه ”د دښمن د يرغل پر وړاندي مي  د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او د دغه معلوماتو په رڼا کي مي غزني ولايت ته د لازياتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه چي ډېر ژر به دغه ولايت ته ورسېږي. “

دا په داسي حال کي ده چې د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي پرون له خبریالانو سره د مرکي پر مهال وویل، چي  تر راتلونکو دوو ورځو پوري به د دغه ولایت امنیتي وضعیت بدلون وکړي او اول نمبر لویه لاره به هم د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانستل سي.

نوموړي په غزني ولایت کي د ترهګرو د ځپلو په موخه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د ورو والي لامل په یاد ولایت کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي او د عامه شتمنیو د تخریب مخنیوی وباله.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...