راپور: سردار محمد زیارمل
د ځوانانو د امريت له لوري په خوست کي د ځوانانو نړیواله ورځ په داسي حال کي ونمانځل سوه، چي لا هم په افغانستان کي اکثره ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي
. دوی له دولته غوښتنه کوي چي ځوانانو ته دي د کار زمینه برابره سي.
د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په خوست کي هم د ځوانانو نړيواله ورځ ولنمانځل سوه، په دغه غونډه کي يو شمېر دولتي چارواکو او د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه د ځوانانو د شوراګانو استازو برخه اخیستې وه، چي شمير یې سلګونو تنو ته رسیدي.
خوستمیشتو ځوانانو له دولته غوښتنه کوله چي ځوانانو ته د کاري فرصتونو، د روغتیايي، تعليمي او تحصيلي اسانتیاوې برابري سي، دوی زیاته کړه چي همدې بيکارۍ له وجي زموږ ځوانان نورو خواوو ته مخه کوي.
دخوست ښاروال وویل ، چي په ټولنه کي د ځوانانو پر رول، مسٔولیت او اغیز باید ټینکار وسي، چي ځوانان دي د هيواد د راتلوونکي جوړوني په فکر خپل ځانونه د علم پر ګاڼه سمبال کړي.
د غونډي په لړ کي د دخوستمیستو له لوري چمتو سوې تمثلي پارچې او یو شمېر بیلابیل کتابونه ځوانانو ته ډالۍ سول.
په خوست کي ورځ تر بلي د ځوانانو ټولني پر زیاتیدو دي، خو د چارواکو لخوا د ځوانانو د ستونځو د هواري خبري کیږي، خو دخوست داطلاعاتو اوکلتور ریاست دځوانانو دامریت لخوا هم ژمني ورکول کیږي، چي د ځوانانو د حالت د ښه والي لپاره هلي ځلي کوي، خو بیا هم ځوانان له سته ستونزو خلاصی نه مومي او آن په بیلا بیلو نومونو وژل کیږي هم.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون