راپورونه

د افغانستان د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق لخوا د ملي تلویزيون د کمره مین شهید محمد سليم رحيم د کورنۍ سره نقدي مرسته وسوه

راپور: مهتمم صالح د دغه صندوق مشر محمد اصيف وردګ وايي، که خبريالان ځانونه بيمه کړي، د پېښو په وخت کي به ورسره مرسته وسي. بل خوا په کندهار کي د نی ساحوي دفتر مسٔول سميع غيرتمل غوښتنه کوي، چي دغه ډول مرستي د نورو شهيدو خبريالانو د کورنيو سره هم وسي. د افغانستان د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق ...

Read More »

د سولي شورا وايي، تر بل هر وخت د سولي لپاره زمینه برابره سوې ده

راپور: محمد یار مجروح د سولي شورا مسوولین زیاتوي، چي په ملي اونړیواله کچه د سولي لپاره رواني هڅي به وسلوال طالبان د افغان حکومت سره د سولي مېز  ته کښېنوي. بلخوا یو شمیر کسان وايي، نړیوال سولي ته ژمن ندي او هغه وخت ممکنه ده چي  بین  ال افغاني مذاکرات وسي. په کندهار کي د سولي شورا مسوولین وايي، ...

Read More »

د کندهار د عينو میني اوسیدونکي وايي، په دغه ښارګوټي کي ترافيکي پیښي زیاتي سوي

راپور: مهتمم صالح د کندهار عینو ميني ته د جمعې او نورو رخصیتو ورځو تر څنګ هره ورځ زیات شمېر کسان د تفریح لپاره ورځي چي د وسایطو هم زیاته ګڼه ګوڼه وي. خلک وايي، په دغه ښارګوټي کي اوس مهال د بې احتیاطۍ له امله ترافيکي پېښي زیاتي سوي دي. دوی وايي، د ترافیکو مسولين دي د دغو پېښو ...

Read More »

د کندهار امنیه قومندان وايي، چي د کندهار په وروستۍ پیښه کي د سيمي د استخباراتو په خاص ډول د پاکستان لاس وو او دی به یې بدل اخلي

د لوي پاسوال عبدالرازق ورور تورن جنرال تادین خان وايي، چي ورور یې د پاکستان په دستور وژل سوی او دی به یې غچ اخلي. د کندهار امنيه قوماندان په لومړي ځل له رسینو سره په خبرو کي وویل، چي ګاونډيو هیوادونو ته به اجازه ورنکړي څو دلته په سيمه کي مداخله وکړي. امنيه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي، چي ...

Read More »

د کندهار د عامي روغتیا مسٔولين وايي، د افغانستان په ‍۱۷ ولایتونو کي د شري د واکسين کمپاين پیليږي، چي په کندهار او ټولو ولسوالیو کي به هم پلي سي

راپور: مهتمم صالح د کندهار د عامي روغتيا رئیس وايي، دغه لس ورځنی کمپاین چي د راتلوونکي شنبې په ورځ پیليږي ۳۷۳ ټېمه لري چي هر ټېم به له څلورو کارکوونکو څخه جوړ وي. بل خوا د دغه ولایت د پوهني رئيس وايي، د کندهار د ټولو ښوونځیو مدیران او ښوونکي د عامي روغتيا ریاست د دغه کمپاين سره په ...

Read More »

په هلمند کي نندارتون جوړ سو

راپور: جواد داوري که څه هم هلمند د کرني د پاره پراخه مځکي او پریمانه اوبه لري خو بیا هم کرونده ګر يې له خپلو مځکو څخه په نیم زړه حاصل راټولوي. کرونده ګر وايي، لکه څنګه چي ښايي دولت هغسي مرسته نه ده ورسره کړې دوی وايي، له کال څخه بل کال ته يې کرنه عصري کیږي او تولیدات ...

Read More »

په کندهار کي د کرنيزو توکو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل سو

د کندهار ولایتي چارواکي او د کرني ریاست مسٔوولین وايي، چي د ولايتي ادارې تمرکز د کرنيز سیستم د عصري کولو له لاري د کرنيزو توليداتو زياتوالي او بيا دي توليداتو ته بازار موندنه ده چي دا کار له دغه ډول نندارتونونو له لاري په ښه ډول کیدلای سي.   په کندهار کي د کرنيزو توکو او لاسي صنایعو نندارتون ...

Read More »

د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کي خلک د امنیتي ځواکونو د عملیاتو څخه ناخوښ دي

راپور: نورګل اندړوال دبغلان په ډنډغوري باندي افغان او بهرنیو ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات تیره اونۍ پيل کړې وه، چي څلور ورځي یې دوام وکړ او دیو شمېر سیمو ترنیولو وروسته کوماندو او بهرنیو ځواکونو بیرته نیازالله ، سالنګي ، اکاخېل ، ګوډان ، جوینو ، قلاخوجه ، لوګري ، شهرنو ، وردک او په ټوله کي دڅلور ورځنیو ...

Read More »

له روزګان ولایت څخه کندهار ته راتلونکي ناروغان د لاري د خراب والي له امله د سفر په اوږدو کي ژوند بایلي

راپور: اجمل وصال دغه لاره چي له څو کلونو راهیسي یې چارواکي د جوړېدو ژمني کوي  خو اوس هم مسافرو ته په یوه وېرونکې او له کړاوه ډک سفر بدله سوې. چارواکي یې یو ځل بیا د جوړېدو تر څنګ د امنیتي ستونزو د هواۍ ژمني تکراروي. له کندهاره روزګان ته غځېدلي عمومي لاره طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسي ...

Read More »

د کندهار ولایت د انحصاراتو ادارې مسٔولين وايي، پر ایران باندي د امریکا بنديزونو په هیواد کي د سون توکو پر بيه کوم اغیز نه دی کړی

راپور: مهتمم صالح د کندهار د انحصاراتو ادارې مرستيال خواجه صفي الله صديقي وايي، د بهرنیو اسعارو په خاص ډول د ډالرو لوړېدل او په ژمي کي د واورو له امله د لارو بندېدل د دې لامل کيږي، چي د سون موادو او نفتو په بیه کي لوړوالی راسي. دی وايي، پر ایران باندي د امریکا بنديزونو د سون د ...

Read More »