د کندهار ولایتي چارواکي او د کرني ریاست مسٔوولین وايي، چي د ولايتي ادارې تمرکز د کرنيز سیستم د عصري کولو له لاري د کرنيزو توليداتو زياتوالي او بيا دي توليداتو ته بازار موندنه ده چي دا کار له دغه ډول نندارتونونو له لاري په ښه ډول کیدلای سي.
په کندهار کي د کرنيزو توکو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل سو چي ګڼ شمیر کسانو پکښي خپل تولیدات او لاسي صنایع ننداري ته وړاندي کړي وو.
د کندهار سرپرست والي، عبدالحنان منیب له دغه نندارتون څخه د لیدني پر مهال وویل، چي د ولايتي ادارې تمرکز د کرنيز سیستم د عصري کولو له لارې د کرنيزو توليداتو زياتوالى او بيا دي توليداتو ته بازار موندنه ده تر څو کروندګر ښه ګټه ځني تر لاسه کړي.
د کرني ریاست مسوولین وايي، د کرني ریاست هڅه کوي چې زراعت موډرن کړي، تر څو لګښت کم او تولید زیات سي.
د دوی په خبره، دلته د پانګوني ښه زمینه برابره ده او دوی به وکولای سي چي له دغه ډول نندارتونونو څخه په ګټي اخیستني کرني ته پراختیا او افغاني تولیداتو ته ښه بازارموندنه وکړي.
هغه بزګران او ښځي چي خپل لاسي صنایع او بېلابېل کرنيز توکي، لکه زعفران، میوې، يوناني بوټي، تخمونه او نور يې دلته نندارتون ته راوړي وو وايي، چي دا ډول نندارتونونه د بازارموندني په برخه کي ډير ګټور تمامیږي چي باید زیات سي.
په کندهار کي وروسته له شاوخوا دریو کلونو دا دوهم لوی کرنیز نندارتون دی چي جوړیږي، خو کروندګر او د لاسي صنایع تولیدوونکي میرمني وايي، چي دغه ډول نندارتونونه باید زیات او هره میاشت جوړ سي، چي دا به د بازارموندنې په برخه کې ښه نتیجه ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون