د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي وويل چي تېره شپه د مرکز اړوند په متانيو پوسته کي يوه پوليس درې نور پوليس وژلي او يو بل يې ټپى کړى دى.
ده وويل چي امنيتي او کشفي ارګانونو د ياد کس د نيولو هلي ځلې پيل کړې دي.
خو د لوګر د ولايتي شورا يوې سرچينې بیا ویلي چي پېښه بېګا نهه بجې رامنځته سوي چي په ترڅ کي یې درې پوليس وژل سوي او يو شمېر نور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون