د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت دراني وويل چي وسله والو طالبانو تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د منګليو په سيمه کي د ملي اردو پر پوسته بريد کړی، چي په پایله کي یې د ملي اردو نهه سرتېري وژل سوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
د هغه په وينا، دغه پوسته د لنډ وخت لپاره د وسله والو مخالفينو لاسته ته لوېدلې وه خو بېرته دولتي ځواکونو نيولې ده.
په ورته وخت کي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي طالبانو تېره شپه د منګليو پوسته نيولي او په دې پوسته کي د دولتي ځواکونو نهه کسان وژل سوي.
دى وايي چي طالبانو دغه راز د سیداباد په باقرخېلو، عزیز کلا او عبدالمحي الدین سيمو کې هم پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي او ١٤ سرتېري یې وژلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون