راپور: مهتمم صالح
د کندهار د انحصاراتو ادارې مرستيال خواجه صفي الله صديقي وايي، د بهرنیو اسعارو په خاص ډول د ډالرو لوړېدل او په ژمي کي د واورو له امله د لارو بندېدل د دې لامل کيږي، چي د سون موادو او نفتو په بیه کي لوړوالی راسي.
دی وايي، پر ایران باندي د امریکا بنديزونو د سون د موادو پر بيه کوم تاثیر نه دی کړی.
دغه راز دی زياتوي دا مهال په کندهار کي د یو لېټر ډېزلو بیه ۵۵ د پطرول بيه ۵۶ او د ګازو يو کېلو په ۵۳ افغانۍ دئ.
بل خوا د سون موادو خرڅوونکي وايي، پر لویو لارو د وسلولو طالبانو او نورو وسلوالو له خوا د پيسو او د سون د موادو اخیستل، د دې لامل سوی چي د سون موادو بیي لوړي سي.
دوی وايي وسلوال طالبان په هر ګومرک کي د يوه موټر پر سر ۳۵۰۰۰ افغانۍ محصول ور څخه اخستل کيږي.
د نومبر په ۵ پر ایران باندي د امریکا بنديزو ولګېدل خو د چابهار بندر د دغه بنديزونو څخه معاف اعلان سوی دئ.
د یادولو وړ ده چي هر کال د ژمي په رارسېدو خلک د سون د موادو د لوړي بيي څخه شکايت کوي او غوښتنه کوي چي دغه موادو ته دي حکومت مناسب نرخ وټاکي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون