له روزګان ولایت څخه کندهار ته راتلونکي ناروغان د لاري د خراب والي له امله د سفر په اوږدو کي ژوند بایلي

راپور: اجمل وصال
دغه لاره چي له څو کلونو راهیسي یې چارواکي د جوړېدو ژمني کوي  خو اوس هم مسافرو ته په یوه وېرونکې او له کړاوه ډک سفر بدله سوې.
چارواکي یې یو ځل بیا د جوړېدو تر څنګ د امنیتي ستونزو د هواۍ ژمني تکراروي.
له کندهاره روزګان ته غځېدلي عمومي لاره طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسي د مسافرو او دولتي مسٔوولینو د تګ راتګ پر مخ تړلې.
حکومت اړ سوی، چي د ۳۰ کیلو مترو په اندازه یوه بله فرعي لاره جوړه کړي، خو د اساسي جوړولو په موخه یې کار د ناڅرګندو دلیلونو له امله  تر هر ځل پېلېدو وروسته ډېر ژر درېدلی دی.
له روزګانه کندهار ته راتلونکي مسافر وايي، د لارې ډېره برخه خرابه، پېچلې او د ځنډ له امله يې ډېر کله ناروغان د سفر په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.
د لارې د خرابوالي تر څنګ له مسافرو سره د پولیسو ناسم چلند یوه بله ننګونه ده، چي سفر ته یې وېرونکې بڼه ورکړې ده.
د کندهار د ټولګټو اداره، د دې لارې د نه جوړېدو یو لامل په مرکز کي د تدارکاتي کارونو ځنډېدل یادوي.

د دې ادارې مشر یو ځل بیا د پخوانیو ژمنو په دوام وايي، تر دې مهاله يې ۱۶ کیلومتره سړک جوړ کړی او پاته کار به په دوو مياشتو کي تر سره کړي.

د چارواکو په خبره، ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت یوازي د دې لاري ترمیماتي چارو ته بسنه کوي.

په همدې حال کي د کندهار مرستیال والي او پوځي مسٔوولين وايي، دا ځل به د دې لاري د جوړېدلو او امنیت چاري په جدي بڼه څاري.

د کندهار – اروزګان لویه لاره، نه یوازي د خرابوالي له امله د مسافرو لپاره په یوه کړاو بدله سوې ده، بلکي د پولیسو له لوري له مسافرو سره ناوړه چلندونه هم هغه څه دي، چي ګڼ مسافر یې له ډیري سختې اړتیا پرته سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...