د سولي شورا وايي، تر بل هر وخت د سولي لپاره زمینه برابره سوې ده

راپور: محمد یار مجروح

د سولي شورا مسوولین زیاتوي، چي په ملي اونړیواله کچه د سولي لپاره رواني هڅي به وسلوال طالبان د افغان حکومت سره د سولي مېز  ته کښېنوي.

بلخوا یو شمیر کسان وايي، نړیوال سولي ته ژمن ندي او هغه وخت ممکنه ده چي  بین  ال افغاني مذاکرات وسي.

په کندهار کي د سولي شورا مسوولین وايي، تر  بل  هر وخت  اوس مهال د سولي لپاره ښه زمینه برابره سوې ده.

دسولي شورا د درالنشاه رئيس محمدعمر ساطع  وايي، دوی د کندهار په ډیری ولسوالیو کي د سولي د کمپاین اړوند له دیني عالمانو اوقومي مشرانو  سره غونډي کړي، چي به خبره یې د ټولو غوښتنه داده تر څو د جنګ دواړي غاړي دتوافق پر اساس د سولي میز ته کښېني، او روانه جګړه پای ته ورسیږي.

دده په خبره تر بل هر وخت اوس د بین ال افغاني سولي لپاره  زمینه برابره سوې ده.

د ښاغلي ساطع په خبره په ملي او نړیواله کچه د سولي لپاره هڅي به وسلوال طالبان د سولي میز ته کښېنوي.

دی همدارنګه زیاتوي  د نړیوالو له لوري بندیزونه به ایران او پاکستان دې ته مجبوره کړي تر څو په خپلو ستراتیژیو کي تغیر راولي.

خو بلخوا یوشمیر کسان به نړیواله کچه د سولي اړوند کنفرانسونوته په کرکه ګوري.

دوی وايي، د سولي د هڅو په برخه کي نړیوال خپلي ګټي ګوري او د افغانستان سولي ته ژمن نه دي.

عام کسان وايي، سوله هغه وخت ممکنه ده چي بین ال افغاني مذاکرات وسي.

د کندهار د سولي شورا مسوولین یادي څرګندوني پر داسي مهال کوي چي د سولي د عالي شورا غړي وايي، د سولي پروسه ددغي شورا له واکه وتلې ده.

دوی زیاتوي، حتی د سولي اړوند ناستو کي د یادي شورا غړو ته بلنه هم نه ورکول کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...