له دغه ولایت رسیدلي راپورونه وايي چي د برکي برک ولسوالۍ سرپرست عین الدین امین خیل او د ولسوالۍ د امنیت مدیر د یادې ولسوالۍ په شېروازه سیمه کي د ماین د چاودني له امله وژل سوي دي.
په ورته وخت کي راپورونه دا هم وایي، چي د برکي برک ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان هم د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په برکي راجان کي په یوه برید کي ټپي سوی دی.
ددغه پېښو مسٔوولیت تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی.
د لوګر ځایي چارواکو هم پر دې مسئله غبرګون نه دی ښودلی.
لوګر د پلازمیني کابل په ګاونډ کي پروت ولایت دی چي ډیری ولسوالۍ یې نا امنه دي او وسله وال طالبان پکښي پراخ فعالیتونه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون