امریکا په هرات کي؛ له لس زره بې ځایه سوو کورنیو سره مرستي کړي دي

د امریکا سفیر جان باس په هرات کي ددغه مرستو د سپارلو پر مهال ویلي، چي امریکا په افغانستان کي له داخلي بې ځایه سوو سره د مرستي لپاره تیاره ده.
د سفیر په خبره دوی په دې لړ کي له لس زره بېځایه سوو کورنیو سره د اړینو غیر خوراکی توکو مرسته کړې ده.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چي دغه مراسمو ته د وینا پر مهال د هرات والي د امریکا له مرستو مننه کړې ده.
دده په خبره د زرګونه بې ځایه سوو کورنیو له ډلي سلګونه یې هڅه کوي بیرته خپلو مینو ته ستني سي.
د امریکا سفیر جان باس ویلي په هرات کي د لسو زرو په شاوخوا کي داخلي کډوالي کورنۍ اوسي چي د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه سوي دي.
هغه هیله څرګنده کړې چي نور مرستندویه بنسټونه هم په افغانستان کي له اړمنو سره مرستو ته ادامه ورکړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...