د سولي عالي شورا وايي، د سولي د مشورتي بورډ جوړیدل باید د سولي په هڅو کي دغه شورا منزوي نه کړي

د دې شورا مرستیالي، حبیبې سرابي ویلي، نن به د همدې موضوع په اړه له ولسمشر غني سره ګوري.

تر دې وړاندي داسي راپورونه خپاره سوي دي، چي په ارګ کي د سولې په اړه یو مشورتي بورډ جوړېږي او ددغه بورډ په جوړېدو سره به د سولې عالي شورا لغوه کېږي.

سرابي ویلي چي ددې بورد په اړه باید مخکي له مخکې د سولي له عالي شورا سره مشورې سوي وای، خو دا چي مشورې نه دي سوي دغه شورا ته یو لړ اندېښنې پیدا سوي دي.

سرابي په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندي د جمعیت ګوند غړو هم ویلي وو، چي د سولي عالي شورا د لوي جرګې د پریکړي په اساس جوړه سوې ده نو لغوه کول یې د حکومت کار نه دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...