د لوي پاسوال عبدالرازق ورور تورن جنرال تادین خان وايي، چي ورور یې د پاکستان په دستور وژل سوی او دی به یې غچ اخلي.
د کندهار امنيه قوماندان په لومړي ځل له رسینو سره په خبرو کي وویل، چي ګاونډيو هیوادونو ته به اجازه ورنکړي څو دلته په سيمه کي مداخله وکړي.
امنيه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي، چي د سيمي امنيت ته ځانګړي پاملرنه کوي او د ټولو نظامي ځواکونو سره په همږغۍ به د دښمن په وړاندي ولاړ وي.
امنیه قوماندان وویل، چي د سيمي په امنتي وضعیت کي به هیڅ تغير نه راځي، د پخوا په څېر به د خلکو او خاوري دفاع کوي او د مخکیني امنیه قوماندان پر لار به ځي.
د کندهار امنيه قوماندان وايي، چي ورور يې په افغانستان کې د ګاونډيو هیوادونو د لاس وهني په خاصه توګه ایران او پاکستان مخالف و.
د کندهار امنيه قومندان تورن جنرال تادین خان وايي، چې د کندهار د پيښي په اړه لا څېړني رواني دي او هڅه کوي، چې اصلي ترحه کوونکي پيدا کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون