د کندهار د عينو میني اوسیدونکي وايي، په دغه ښارګوټي کي ترافيکي پیښي زیاتي سوي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار عینو ميني ته د جمعې او نورو رخصیتو ورځو تر څنګ هره ورځ زیات شمېر کسان د تفریح لپاره ورځي چي د وسایطو هم زیاته ګڼه ګوڼه وي.

خلک وايي، په دغه ښارګوټي کي اوس مهال د بې احتیاطۍ له امله ترافيکي پېښي زیاتي سوي دي.

دوی وايي، د ترافیکو مسولين دي د دغو پېښو مخه ونيسي او د ټولو خلکو څخه غوښتنه کوي چي خپل نقليه وسايط په احتياط وچلوي تر څو د خلکو له مرګ ژوبلي مخه ونیول سي.

په عينو مېنه کي د افکو کمپنۍ اداري مدير رحمت الله دلسوز وايي، یو شمېر کسان قانون نه مراعتوي او بل خوا ځیني کم عمره ځوانان هم د وسایطو سره بې احتیاطي کوي چي د ترافیکي پيښو لامل کیږي.

دی وايي، خلک باید موتوجه سي او هغه کم عمره ځوانانو ته چي قانوني عمر يې نه وي پوره سوی يا ليسنس ونه لري باید موټرونه يا نور نقلیه وسايط ور نه کړل سي.

دی زياتوي هغه کسان چي قانون نه مراعتوي باید په جدي ډول ورسره قانوني چلند وسي.

بل خوا د کندهار د ترافيکو مدیرسمونوال عبدالحميدافضلي وايي، د دوی پرسونل کم دی، خو دوی کوښښ کوي چي په عينو مېنه کي ترافيکي څراغونه نصب کړي، او پرسنل هم اضافه کړي تر څو يو ټېم تل په عينو مېنه کي شتون ولري.

دی وايي پلان لري چي په عينو مېنه کي د عامه پوهاوي په نيت ترافيکي لوحې نصب کړي او د هغه چلوونکو مخه ونيسي چي عمر يې تر اتلس کلونو کم وي.

عینو مینه چي یوه تفریحي سیمه ده د کندهار تر څنګ د نورو ولایتونو څخه هم اکثره وخت خلک ورځي او تفریح کوي.

په عینو مېنه کي د کریکټ د نړیوال لوبغالي تر څنګ ډير نور د لوبو ځایونه هم سته چي هره ورځ زرګونه سیلانیان ورځي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...