راپور: مهتمم صالح
د کندهار د عامي روغتيا رئیس وايي، دغه لس ورځنی کمپاین چي د راتلوونکي شنبې په ورځ پیليږي ۳۷۳ ټېمه لري چي هر ټېم به له څلورو کارکوونکو څخه جوړ وي.
بل خوا د دغه ولایت د پوهني رئيس وايي، د کندهار د ټولو ښوونځیو مدیران او ښوونکي د عامي روغتيا ریاست د دغه کمپاين سره په عامه پوهاوي کي مرسته کوي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس وايي، د افغانستان په اوولس ولایتونو کي د شري د واکسين کمپاين پیليږي، چي په کندهار او ټولو ولسوالیو کي به هم پلي سي.
دی وايي دغه لس ورځنی کمپاین چي د راتلوونکي شنبې په ورځ پیليږي ۳۷۳ ټېمه لري چي هر ټېم به له څلورو کارکوونکو څخه جوړ وي.
ده د ټولو هيواد والو څخه غوښتنه وکړه چي ټول هغه ماشومان چي عمرونه يې د ۹ مياشتي څخه تر لس کلونو وي بايد د شري په وړاندي واکسين کړي.
بل خوا د دغه ولایت د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وايي، د کندهار د ټولو ښوونځیو مدیران او ښوونکي د عامي روغتيا د دغه کمپاين سره په عامه پوهاوي کي مرسته کوي.
دی وايي، د کندهار د پوهني رياست تل د عامي روغتیا رياست سره همکاري کوي او د شري، پوليو او نورو ناروغيو په برخه کي د عامه پوهاوي د پروګرامونو وړاندي.
شری او پوليو هغه وژونکي ناروغۍ دي، چي تداوي نه لري خو د وقايي لپاره يي بېلابېل واکسینونه شتون لري چي د خولې او پېچکاریو له لاري ماشومانو ته ورکول کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون