د رسنیو د راپورونو له مخي امان الله ، مسعود او ارسلان په نامه درې افغان کارګرو له ټکسي چلوونکي مينا سره ټکسي کي د ننه پر نوموړې د يو موبايل تلفون د پلورل کيدو خبره کړې ده ، د خبرو پر مهال د څلورو واړو تر منځ د تلفون پر پير او پلور خبرې په لانجه بدلي سوې ...
Read More »سلګونه زره فرانسویانو د پاریس په سړکونو کي د دې هیواد د فوټبال د ملي لوبډلي هرکلی وکړ
د فرانسې لوبډلي د دوشنبې په ورځ په یوه سر لوڅي سرویس بس کي د خپلو پلویانو منځته ورغلل. د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله تر غرمې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وبلل سول. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغي ډلي تود هرکلی وکړ. فرانسې د یکشنبې په پایلوبه کي د کرویشیا لوبډلي ته ۲ د څلور ...
Read More »فرانسې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړه
فرانسې او کرویشیا د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه پرون شپه د مسکو په لوژنیکي سټډیوم کې وکړه. فرانسې څلور او کرویشیا دوه ګولونه ووهل. فرانسې ته دا درېیم وار و چي پایلوبه کوي او قسمت یې سږ کال و څو نړیوال جام خپل کور ته یوسي.
Read More »فرانسه او کرویشیا د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام اتلولۍ ګټلو لپاره خپلو کي لوبېږي
د فوټبال په روانو نړیوالو سیالیو کي بلجیم پرون د روسیې په سن پټرزبورګ کي انګلستان ته د صفر په وړاندي په دوو ګولونو له ماته ورکولو سره د دې لوبو درېیم مقام خپل کړ. دا د بلجیم په تاریخ کي د دې هېواد لپاره تر ټولو لوړ مقام دی چي د فوټبال په سیالیو کي یې ګټي. بلجمي ټیم ...
Read More »هند کرکټ لوبډله نن د انګلستان په وړاندي د درو شل اوریزو سیالیو ورستۍ لوبه ترسره کوي
د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ اوس ۱-۱ مساوي ده، چي د نن شپي لوبه به یې د رواني شل آوریزه لړۍ پایلوبه او وروستۍ وي. تیره اونۍ کي هند په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي انګلستان ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه، خو د جمعي په ماښام بیا انګلستان په دوهمه شل آوریزه ...
Read More »د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډلي تاجکستان ته ماته ورکړه
د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلي د اسیا د مرکزي حوزې د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کي، پرون شنبه د چنګاښ په ۱۶مه خپلي دویمي سیالي لوبډلي تاجکستان ته ماتې ورکړه. د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په خپلې دویمي سیالۍ کي ۱- ۰ تاجکستان ته ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبډلي له ...
Read More »د فوټبال د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالۍ: کروشیا فوټبال لوبډلي روسیې ته ماته ورکړل
د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په لړ کي پرون په زړه پورې مسابقي وسوې. د روسیې او کروشیا ترمنځ سیالۍ ۲ په ۲ پای ته ورسېده، خو په پنالټي کي د کروشیا لوبډلي، څلور ګولونه ووهل روسیې ته یې ماته ورکړه. تر دې وړاندي د انګلستان لوبډلي سویډن ته ۲ د صفر په مقابل کي ماته ورکړه او نیمه ...
Read More »د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدلي
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د ۶ لوبډلو په ګډون د شپږيزي ټورنمينټ اتلولي د کابل بازانو لوبډلي وګټله. کابل بازانو د لوبي پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه په ټاکلو ۱۲ اورونو کي يې سيالي لوبډلي ته ۱۷۶ منډي هدف وټاکه. ټاکل سوی هدف د بُست ساتوونکو پوره نکړ او په ۱۴۰ منډو کي ...
Read More »هند کرکټ لوبډلي انګلستان ته په لومړۍ لوبه کي سخته ماته ورکړل
د هندوستان او انګلستان کرکټ ټيمونو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو په لړۍ کي يې تیره شپه لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي هندوستان په ۸ ویکیټو انګلستان ته سخته ماته ورکړه. لومړی توپ وهنه انګلستان کرکټ لوبډلي وکړه، انګلستان په ټاکلو شل آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکی. کله چي ...
Read More »کرکټ: اسټراليايي لوبغاړي ارون فينچ په شل اووريزو لوبو کي نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ
هغه نن د زمبابوې پر وړاندي شل اووريزه لوبه کي په ٧٦ توپونو، د لسو شپږيزو او ١٦ څلوريزېو پر مټ ١٧٢ منډې جوړې کړې. تر دې مخکي ريکارډ هم دده و، چي ١٥٦ منډې يې جوړي کړي وې.
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون