د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په لړ کي پرون په زړه پورې مسابقي وسوې.
د روسیې او کروشیا ترمنځ سیالۍ ۲ په ۲ پای ته ورسېده، خو په پنالټي کي د کروشیا لوبډلي، څلور ګولونه ووهل روسیې ته یې ماته ورکړه.
تر دې وړاندي د انګلستان لوبډلي سویډن ته ۲ د صفر په مقابل کي ماته ورکړه او نیمه فاینل سیالیو ته یې ځان ویوست.
دا په وروستیو ۲۸ کلونو کي اول وار دی چي د انګلستان د فوټبال لوبډله، د نړیوال جام د سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پېدا کړه.
د سې شنبې په ورځ به فرانسه او بلجیم او د چهارشنبې په ورځ به کروشیا او انګلستان په نیمه پایلوبه کي سره مخامخ کېږي.
د فوټبال د نړیوال جام لپاره وروستۍ سیالي د جولای په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون