هند کرکټ لوبډلي انګلستان ته په لومړۍ لوبه کي سخته ماته ورکړل

د هندوستان او انګلستان کرکټ ټيمونو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو په لړۍ کي يې تیره شپه لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي هندوستان په ۸ ویکیټو انګلستان ته سخته ماته ورکړه.

لومړی توپ وهنه انګلستان کرکټ لوبډلي وکړه، انګلستان په ټاکلو شل آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکی.

کله چي د هند توپ وهونکي میدان ته کښته سول د انګلستان له لور ورکړل سوی هدف یې د لوبي په ۲/۱۸ آورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره هند په لومړۍ شل اوریزه لوبه کي انګلستان ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه.

د یادولو وړ ده، چی د دواړو ټیمونو ترمنځ د لړۍ دوهمه شل آوریزه لوبه د جمعي په ورځ ترسره کیږي. ترسره.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...