فرانسه او کرویشیا د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام اتلولۍ ګټلو لپاره خپلو کي لوبېږي

د فوټبال په روانو نړیوالو سیالیو کي بلجیم پرون د روسیې په سن پټرزبورګ کي انګلستان ته د صفر په وړاندي په دوو ګولونو له ماته ورکولو سره د دې لوبو درېیم مقام خپل کړ.

دا د بلجیم په تاریخ کي د دې هېواد لپاره تر ټولو لوړ مقام دی چي د فوټبال په سیالیو کي یې ګټي.

بلجمي ټیم د جولای په لسمه نېټه فرانسې ته په سیمي فاینل کي لوبه بایللي وه.

انګلستان بیا د جولای په ۱۱مه نېټه د کرویشیا په وړاندي لوبه بایللي وه.ټاکل سوې ده چي نن یکشنبې به د فرانسې او کرویشیا ټیمونه د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کي د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوالي اتلوالۍ د ګټلو لپاره خپلو کې سیالي کوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...