ورزش

د بست د معلولینو کرکټ لوبډلي یو ځل بیا اتلولي وګټله

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه د معلولانو شل اوریزي لوبي د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۸ نیټه په کابل کې پیل سوي وې، چي په پایلوبه کي یې امو له بوست څخه د ۹ ویکټو په توپیر ماته وخوړه. په پایلوبه کي امو په ټاکلو شل اورونو کي د ۷ لوبغاړو سوځېدو ...

Read More »

د باسکیټبال ملي لوبډله سریلانکا ته ولاړل

د مسئولینو په خبره د افغانستان د باسکیټبال ملي لوبډله په جنوبي آسیا کي د میشتو هیوادونو ترمنځ د باسکیټبال په سیالیو کي د ګډون په هدف تیره ورځ د سریلانکا هیواد ته ولاړه. د جنوبي آسیایې هیوادونو ترمنځ د باسکیټبال په یادو سیالیو کي د هندوستان، پاکستان، مالدیف، بنګله دیش، بوتان، سریلانکا، نیپال او د افغانستان لوبډلي برخه لري. ...

Read More »

راشد خان د ویسټ انډیز په کورني لیګ کي د نه لوبیدو پریکړه کړې ده

  د ویسټ انډیز هیواد تجارتي لوبي څو ورځي وروسته پيلیږي، چي تیر کال راشد خان او محمدنبي پکښي ولوبېدل، خو سږنی کال راشد پکښي د نه لوبېدو پريکړه کړې. راشد خان د انګلنډ هیواد په یادو روانو تجارتي سیالیو کي د سسیکس لوبډلي لپاره لوبیږي. یادي لوبډلي په یوې اعلامیې کي ویلي، چي راشد ورسره یوازي د اوو لوبو ...

Read More »

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي د جنوبي افریقا څخه په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کي ماته وخوړل

د سریلانکا او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې پرون دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره، چي سویلي افریقا په ۴ ویکیټو سریلانکا ته ماته ورکړه. لومړی توپ وهنه سریلانکا وکړه، سریلانکا په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو يه سوځېدو سره سویلی افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکی. کله ...

Read More »

بوست کرکټ لوبډله د غازي امان الله خان سیالیو له اتلولۍ وروسته کندهار ته راورسیده

راپور: محمد یار مجروح د بوست کرکیټ لوبډله د غازي امان الله خان په نوم د یو ورځینو سیالیو له ګټلو وروسته کندهار ته راورسیده. په یادو سیالیو کي د ټول افغانستان په کچه شپږو لوبډلو برخه درلوده چي په بایلوبه کي بوست لوبډله وتوانیدل د سپين غر لوبډلي ته ۳۲۱ منډي هدف په پنځه ویکیټو پوره کړي، او بلاخره ...

Read More »

په هلمند کي د سولي تر نامه لاندي د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

راشد خان کرکټ لوبډلې د سولي ټورنمينټ اتلولي خپله کړه. هلمند کي د دريو ولايتونو او د هلمند څلورو لوبډلو ترمنځ د سولي ټورنمينټ په پايلوبه کي راشد خان کلب باديزائ کلب په ۸ ويکټو لرلو سره مات کړ او د جام ګټونکی سو. د لوبي پيل د باديزائ لوبډلي په بيټينګ سره وسو چي د ټولو لوبغاړو او ټولو ...

Read More »

بنګله دېش د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ اتلولي خپله کړل

د ویسټ انډیز او بنګله دېش کرکیټ لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې پرون درېمه او وروستۍ لوبه ترسره سوه، چي بنګله دېش په ۱۸ منډو توپیر ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او لړي یې ۲ـ۱ خپله کړه. لومړی توپ وهنه بنګله دېش وکړه، بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په ...

Read More »

په کندهار کي ځوانانو د سولي او ملي یووالي په نوم لوبي  پيل کړي دي

راپور: محمد یار مجروح دسولي د ولسي حرکت په ملاتړ کندهاري ځوانان راټول سوي تر څو د سولي او یووالي په موخه لوبي تر سره کړي او د سولي ږغ ته لا قوت ورکړي. د فوټسال لوبغاړي وايي، یووالی او سوله د دوی تر ټولو لوی ارمان دی او غواړي د سولي ږغ له دې لاري هم پورته کړي. دوی ...

Read More »

په هلمند کي د سولي په نوم د کرکټ شل اوریزي سیالۍ راوني دي

راپور: جواد داوري په دې سیالیو کي د غزني ، زابل کندهار او د هلمند څلور لوبډلي ګډون لري ، چي د ټاکل سوي مهال ویش سره سم به ټیمونه سیالیو ته ووزي. د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري ، د نورو ولایاتو څخه راغلو لوبغاړو ته د هرکلي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چي امنیت به يي خوندي وې ...

Read More »

نن افغان ۱۵ کلن فوټبال ملي لوبډله د تاجکستان په وړاندي لوبیږي

د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو په یاد ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران څخه ۱۵ کلني لوبډلي برخه لري، چي نن افغان ۱۵ کلن ټيم خپله لومړۍ لوبه د کابل په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجي د تاجکستان ۱۵ کلن ټیم په وړاندي ترسره کوي. افغان ټیم ...

Read More »