ورزش

د افغانستان پریمېر لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ

د کرکټ نیکسټ وېب‌ پاڼي د راپور له مخي، د افغانستان APLT20 لیګ کي به د لوبغاړیو ډرافټ د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کي د عربي اماراتو په دوبۍ کي وسي. یادي رسنۍ د عربي اماراتو په دوبۍ کي د دې لیګ له پرانیست‌غونډي وروسته دغه معلومات د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ د پانګوني برخي همکاره «سنیکسر» شرکت د اجرایوي مشر ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د ایرلینډ په کوربتوب د ایرلیڼد څخه د درو شل آوریزه او درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ ګټلو وروسته متحده عربي اماراتو ته ورسیده. د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولین وايي، چي افغان لوبډله به په متحده عربي اماراتو کي د اسیا کپ په لوبو کي ګډون وکړي، چي د یادو لوبو څخه ...

Read More »

انګلستان کرکټ لوبډلي د هند څخه د ټیسټ سیالیو لړۍ خپله کړه

د انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټېسټ سیالیو څخه یې پرون ۴مه ټېسټ لوبه انګلستان په ۶۰ منډو توپیر د هندوستانه وګټل او انګلستان یاده لړۍ خپله کړه. په دغه ټېسټ لوبه کي لومړی توپ وهنه انګلستان وکړه، چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۶ منډي جوړې کړې. وروسته هند لوبډلي د ۲۷ منډو ...

Read More »

بارسلونا فوټبال لوبډلي ۸ ګوله د دوه په وړاندي هیوسکا ته سخته ماته ورکړه

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د دریمي اونۍ د لوبو څخه تیره شپه بارسلونا د هیوسکا فوټبال لوبډلي کوربتوب په نیوکمپ لوبغالي کي وکړ، چي بارسلونا ۸ ګولونه پر ۲ هیوسکا ته سخته ماته ورکړه. د بارسلونا لپاره ۲ ګولوهني لیونل میسي، ۲ ګولوهني لیویز سواریز، عثمان دمبلي، ایوان راکټیچ، او جوردي آلبا یوه یوه ګولوهنه وکړه، خو یو ګول ...

Read More »

افغان ساحلي فوټبال لوبډلي ۳ قدمه پرمختګ وکړ

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د ساحلي فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کي ۳ قدمه مخ ته ولاړه او د ۵۵م ځاي څخه ۵۲م ځاي ته پورته سوه. تر دې څه موده مخکي افغان ټيم په نړیواله درجه بندۍ کي یو قدم د ۵۶م څخه ۵۵م ځاي ته پر مختګ کړی وو، چي اوس تازه یې ۳ قدمه ...

Read More »

هندوستان کرکټ لوبډلي د ویرات کوهلي پرته آسیا جام ته لوبډله اعلان کړه

د اسیا جام سیالیو لپاره د هندوستان ملي لوبډلي له ویرات کوهلي پرته د لوبډلي نوملړ په ډاګه کړ، چي مشري یې روهیټ شرما تر وسپارل سوې. د کرکټ نړیوالي شورا د راپور سره سم ویل سوي، چي د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو لپاره هند لوبډلي د پنځلس لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ، ویرات کوهلي ته د ارام مشوره ورکړل ...

Read More »

ریال ماډریډ لګانیس فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د دریمي اونۍ په لوبو کښي تیره شپه ریال ماډريډ د لګانیس فوټبال لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي ریال ماډریډ ۴ ګولونه پر ۱ لګانیس ته ماته ورکړه. د ریال ماډریډ لپاره ګریت بېل په ۱۷مه دقیقه کي یوه ګولوهنه، کریم بنزیما په ۴۸تمه او ۶۱مه دقیقه کي دوې ګولوهني او ...

Read More »

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پرون په ایرلنډ کي کوربه هیواد ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کي ماته ورکړه

په پرونۍ لوبۍ کي ایرلنډ افغانستان ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چي افغان ټیم د دوه لوبغاړو په سوځیدو پور کړ. د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له دې وروسته په متحده عربي اماراتو کي د اسیا جام په سیالو کې برخه واخلي. افغان ټیم به د اسیا جام په سیالیو کي خپله لومړۍ مسابقه د روانې سیپتمبر ...

Read More »

ایرلنډ د درو لوبو لړۍ کي دوهمه یو ورځنۍ لوبه له افغانستان څخه په دریو ویکټو وګټله

د افغانستا کرکټ بورډ په یوه بیان کي ویلي، چي د لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. د افغانستان ملي لوبډله په ټاکلو ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او ایرلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ. د افغان لوبډلې لوبغاړی نجیب الله ځدران د ۴۲ ...

Read More »

د افغانستان پریمیرلیګ (APL) پرانیسته وسوه

د افغانستان غوره لیګ د نښان (لوګو) او لوبډلو معرفي پرون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کي ترسره سوه. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي شکرالله عاطف مشعل په یادو مراسیمو کي وویل، چي د افغانستان غوره لیګ اوس مهال د افغان کرکټ په تاریخ کي یو نوی فصل دی چي ...

Read More »