د افغانستان پریمېر لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ

د کرکټ نیکسټ وېب‌ پاڼي د راپور له مخي، د افغانستان APLT20 لیګ کي به د لوبغاړیو ډرافټ د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کي د عربي اماراتو په دوبۍ کي وسي.

یادي رسنۍ د عربي اماراتو په دوبۍ کي د دې لیګ له پرانیست‌غونډي وروسته دغه معلومات د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ د پانګوني برخي همکاره «سنیکسر» شرکت د اجرایوي مشر هندي اشیش سیتي له خولي لیکلي دي.

د ښاغلي سیتي په وینا، د افغانستان په APLT20 لیګ کي د لوبېدو له‌ پاره تراوسه پوري د ویسټ‌ انډيزي کرېس ګیل، پاکستاني شاهد افریدي، نیوزیلینډي برینډن مکولم، پاکستاني مصباح‌الحق، سریلانکایي کمارسنګاکارا، بنګله‌ دېشي تمیم اقبال، سریلانکایي تیسارا پریرا او سویلي افریقايي عمران طاهر په څېر لوبغاړیو د لوبېدلو له‌ پاره نوم‌ لیکنه کړې‌ ده.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...