افغان کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د ایرلینډ په کوربتوب د ایرلیڼد څخه د درو شل آوریزه او درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ ګټلو وروسته متحده عربي اماراتو ته ورسیده.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولین وايي، چي افغان لوبډله به په متحده عربي اماراتو کي د اسیا کپ په لوبو کي ګډون وکړي، چي د یادو لوبو څخه مخکي به یادو سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه تمرینونه ترسره کړي.
د آسیا کپ یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۶ هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي، چي د رواني سپټمبر میاشتي په ۱۵مه نیټه په دوبۍ کي پيليږي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ ادارې یادو سیالیو ته ۱۷ کسیزه لوبډله هم وړمه ورځ اعلان کړه، چي په کښي کندهاري لوبغاړي منیر کاکړ ته هم ځای ورکړل سوی.
د یادلو وړ ده، چي افغانستان د سریلانکا او بنګله دېش سره په یوه ګروپ کي کرار لري، چي لومړۍ لوبه به د سریلانکا سره د سمپټمبر په ۱۷مه او دوهمه لوبه به بیا د بنګله دېش سره د سپټمبر په ۲۰مه ترسره کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...