راپور: جواد داوري
لښکرګاه ښار چي تر ډیره بریده ښکلي تفریحي سیمي لري اوسیدونکي یې تر ډیره د نا امنیو او جګړو له امله له تفریحي سیمو څخه محروم دي خو هغه پارکونه چي په داخل ښار کي جوړ دي د هغوي وضعیت ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي دی.
د لښکرګاه اوسیدونکي چي تر ډیره د میرویس نیکه تفریحي پارک او سینما پارکونو ته ځي له ناپاکۍ او پارکونو کي د خدماتو د نشتون څخه شکایت کوي.
دوی وايي، د پارک لومړنۍ اړتیا پاک چاپیریال او سرسبزي ده چي دا دواړه د لښکرګاه په پارکونو یا نسته یا بیخي په کمه اندازه شتون لري.
بل خوا د لښکرګاه ښاروالۍ سرپرست انجنیر محمد نسیم مسرور وايي، د ښاروالۍ د بودیجې د کمښت له امله يې تیرکال هم پارکونو په اجاره ورکړي وه او سږ کال هم پلان لري چې یاد پارکونه یوځل بیا په اجاره ورکړي خو تجارانو چي په اجازه اخیستي وه هغوي هم سرمایه ګذاره نه ده پکښي کړي.
دی وايي، د پارکونو او تفریحي سیمو د پاره يې یو میکانیزم جوړ کړی دي چي د هغه پر اساس به تردې وروسته خدمات عرضه کیږي.
د لښکرګاه نوري تفریحي سیمي چي د کرني ریاست اړوند دي د هغه څخه میله وال شکایت لري.
ځیني سیمي یا غصب سوي او یا هم د اوبو د نشتون له امله د وچیدو سره مخ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون