د ویسټ انډیز او بنګله دېش کرکیټ لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې پرون درېمه او وروستۍ لوبه ترسره سوه، چي بنګله دېش په ۱۸ منډو توپیر ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او لړي یې ۲ـ۱ خپله کړه.
لومړی توپ وهنه بنګله دېش وکړه، بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ویسټ انډیز ته د ۳۰۲ منډو هدف وټاکی.
د بنګله دېش لپاره تمیم اقبال ۱۰۳، محمدالله ۷۶ ناسوځیدلي، شکیب ۳۷ او مرتضا ۳۶ منډي وکړې.
کله چي د ویسټ انډيز لوبغاړي میدان ته کښته سول، د بنګله دېش له لوري ورکړل سوی هدف یې نه کړ پوره، دوی په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۸۳ منډي وکړې او په دې سره یې په ۱۸ منډو توپیر له بنګله دېشه ماته وخوړه.
تر دې مخکي د یادو دوو هیوادونو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي وه، چي بنګله دېش د پرونۍ لوبي په ګټلو سره لړۍ ۲ـ۱ له ویسټ انډیزه خپله کړه.
د یادولو وړ ده، چي د یادو دوو لوبډلو ترمنځ سبا د درو شل آوریزه سیالیو لړي پيلیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون