د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه د معلولانو شل اوریزي لوبي د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۸ نیټه په کابل کې پیل سوي وې، چي په پایلوبه کي یې امو له بوست څخه د ۹ ویکټو په توپیر ماته وخوړه.
په پایلوبه کي امو په ټاکلو شل اورونو کي د ۷ لوبغاړو سوځېدو د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه چي په جواب کي یې بوست د یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره ورکړل سوی هدف په نهم اور کي پوره کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون