په هلمند کي د سولي په نوم د کرکټ شل اوریزي سیالۍ راوني دي

راپور: جواد داوري

په دې سیالیو کي د غزني ، زابل کندهار او د هلمند څلور لوبډلي ګډون لري ، چي د ټاکل سوي مهال ویش سره سم به ټیمونه سیالیو ته ووزي.

د هلمند مرستیال والي مجاهدالله صفاري ، د نورو ولایاتو څخه راغلو لوبغاړو ته د هرکلي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چي امنیت به يي خوندي وې ، او کولای سي په ښه شوق او ذوق سره خپلي سیالی ترسره کړي.

ده وویل، په نږدې وختونو کي به د هلمند د کرکټ معیاري لوبغالي هم پرانیستل سي ، چي په دې سره به لوبډلو ته په یوه ښه ډګر کي د لوبو کولو زمینه برابره سي.

په هلمند کي د کرکټ استازي محمد حسین فولادوال وايي،  دغه اووه لوبډلي په دوو ګروپونو کي یو له بل سره لوبیږي.

په الف ګروپ کي کندهار، زابل، هلمند بارک او النور لوبډلي خو ب ګروپ کې بیا غزنی، راشدخان او بادیزی لوبډلي برخه لري.
د سولي په نوم ددې لوبو په بهیر کې به هره ورځ دوې-دوې لوبې ترسره کیږي، چي لومړۍ لوبه به د سهار پر ۷:۰۰ بجې او دوهمه به یې پر ۱۱:۰۰ بجې ترسره کیږي.

لومړۍ سیالۍ کې زابل او هلمندبارک خو دوهمي کي بیا کندهار او النور لوبډلو لوبه ترسره کړه .
په پام کي ده ، چي سبا لومړۍ سیالۍ کي کندهار او هلمند بارک، دوهمي کي بیا النور او زابل یو د بل په وړاندي د لوبو ډګر ته ووزي.

 

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...