سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي د جنوبي افریقا څخه په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کي ماته وخوړل

د سریلانکا او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې پرون دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره، چي سویلي افریقا په ۴ ویکیټو سریلانکا ته ماته ورکړه.

لومړی توپ وهنه سریلانکا وکړه، سریلانکا په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو يه سوځېدو سره سویلی افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکی.

کله چي د سویلي افریقا لوبغاړي میدان ته کښته سول، د سریلانکا له لوري ورکړل سوی هدف یې د لوبي ۵.۴۲ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي سریلانکا ته په ۴ ویکیټو ماته ورکړه.

د سویلي افریقا لپاره ډي کاک ۸۷، ډي پولېسیز ۴۹ او هاشم املا ۴۳ منډي وکړې.

د یادو دوو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هم سویلي افریقا په ۵ ویکیټو وګټل.

د یادلو وړ ده، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ به درېمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي یکشنبې په ورځ ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...