سلګونه زره فرانسویانو د پاریس په سړکونو کي د دې هیواد د فوټبال د ملي لوبډلي هرکلی وکړ

د فرانسې لوبډلي د دوشنبې په ورځ په یوه سر لوڅي سرویس بس کي د خپلو پلویانو منځته ورغلل.

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله تر غرمې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وبلل سول.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغي ډلي تود هرکلی وکړ.

فرانسې د یکشنبې په پایلوبه کي د کرویشیا لوبډلي ته ۲ د څلور په مقابل کي ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره د فوټبال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...