د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چي تېره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي د کندهار- ګرشک پر لويه لار سراچه او رينجر موټرو ټکر کړی دی.
نوموړي وويل، چي په دې پېښه کي دوه ښځي او دوه ماشومان مړه سوي او شپږ کسان نور ټپيان سوي دي.
د ځواک په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول سوي او تر درملني لاندي دي.
ځواک زیاته کړه، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده.
ګرشک د هلمند د امنو ولسواليو له ډلي څخه ده، چي ډېری سيمي یې د حکومت په کنټرول کي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون