ایران: په تهران کي درې افغان کارګرو د مينا په نامه يوه ټکسي چلوونکې ايرانۍ ميرمن وژلې ده

 

د رسنیو د راپورونو له مخي امان الله ، مسعود او ارسلان په نامه درې افغان کارګرو له ټکسي چلوونکي مينا سره ټکسي کي د ننه پر نوموړې د يو موبايل تلفون د پلورل کيدو خبره کړې ده ، د خبرو پر مهال د څلورو واړو تر منځ د تلفون پر پير او پلور خبرې په لانجه بدلي سوې دي او څلور واړو غوښتي له ټکسي بيرون تهران کي د چيتګر په نامه پارک کي خپلي لانجې ته دوام ورکړي ، وروسته لانجه په سپکو سپورو او بد رد ويلو اوښتې او درې واړو افغان کارګرو مينا په خپل پړوني زندۍ کړې او وژلې ده.

تهران کي پوليسو ويلي، چې امان الله او مسعود يې نيولي او په خپل جرم يې اعتراف کړی او ژر به ارسلان هم ونيسي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...