د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدلي

د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د ۶ لوبډلو په ګډون د شپږيزي ټورنمينټ اتلولي د کابل بازانو لوبډلي وګټله.

کابل بازانو د لوبي پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه په ټاکلو ۱۲ اورونو کي يې سيالي لوبډلي ته ۱۷۶ منډي هدف وټاکه.

ټاکل سوی هدف د بُست ساتوونکو پوره نکړ او په ۱۴۰ منډو کي يې د اتلولۍ جام په ۳۵ منډو کابل بازانو ته وبايلود.

په سپين بولدک ولسوالۍ کي د شپږيزي ټورنمينټ کي شپږ لوبډلي و لوبيدې چي د سپين غر زمریان بند امیر ښاماران ميس عينک اتلان امو نهنګان بُست ساتوونکو او کابل بازانو په نومونو لوبډلي نومول سوي وې.

د کرکټ د ۱۲ اورونو د شپږيزي په نوم دغه ټورنمينټ د ولسي خلګو په مالي ملاتړ د ځوانانو تر منځ په لاره اچول سوی وو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...