راپورونه

د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کي د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو ځپلو په موخه عمليات پيل سوي

راپور: میلاد حمیدي په ختيځ کي د پوځ چارواکي وايي،  خوګیاڼیو ولسوالۍ کي یې  له روانو عملياتو موخه راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيت ټينګښت او د وسله والو ځپل دي. دوی وايي، عملياتو کي ورسره هوايي او د توپچي بريدونو ملاتړ هم سته او دا ځل به عمليات تر هغه وخته روان وي، چي د وسله والو تر کنټرول ...

Read More »

د کندهار په میوند ولسوالي کي د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو لویه فابریکه له منځه وړل سوې

راپور: محمد یار مجروح د کندهار میوند ولسوالي ده او افغان ځواکونه د عملیاتو سیمي ته د تګ په حال کي دي. د ملي اردو تر څنګ، په دغه عملیاتو کي ملي پولیس، ملي امنیت او دغه راز کومانډو ځواکونه هم برخه لري. د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند د دریمې پلې لوا قوماندان برید جنرال امیر محمد افضلي وايي، ...

Read More »

د کندهار د کډوالو چارو او مهاجرينو رياست لپاره نوی رئیس دوست محمد ناياب په رسمي ډول ټاکل سوی

راپور: مهتمم صالح د کندهار د کډوالو چارو او مهاجرينو رياست لپاره نوی رئیس دوست محمد ناياب په رسمي ډول د ولايت مقام د مرستيال اغالالي دستګيري له خوا د دغه ریاست مامورینو ته وروپېژندل سو. ښاغلي دستګيري د مخکني رئيس محمد رحيم رحيمي هڅي هم وستايلې او د دغه رياست له مامورينو څخه يې غوښتنه وکړه چي د نوي ...

Read More »

په کندهار کي د هلمند ولايت څخه راغلي کډوال وايي، دوی ته لومړنۍ مرستي هم نه دي رسیدلي

راپور: مهتمم صالح دوی وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او ولايتي اداره ورسره توپیريز چلند کوي. بلخوا د کندهار ولايت مقام وايي، دوی د ټولو کډوالو سره یو ډول مرسته کوي. د کندهار په پریس کلب کي د یوې اعتراضيه غونډي پرمهال، دغه ولايت ته د هلمند څخه راغلیو کډوالو وويل، دوی ته لومړنۍ مرسته هم نه دي ...

Read More »

خلک : د روزګاني اړمنو لپاره راغلي نقدي مرستي بډایو ته ورکول کیږي

راپور: اجمل وصال روزګان ولایت مقام کي هغو ۱۶۵ بې ځایه سوو کورنیو سره نقدي مرستي وسوې، چي موده وړاندې د یوشمیر ادارو د ۱۲ کسیز پلاوي لخوا په نښه سوي وه. دغه ۲،۴ میلونه افغانۍ د هیواد د ولسمشر لخوا د روزګاني اوسیدونکو سره مرسته سوې وه، چي نن د پیسو ترلاسه کولو چکونه باندي وویشل سوه. د روزګان ...

Read More »

په غزني کي د جګړې ځپلو سره نقدي مرسته وسول

راپور: خدیجه اشرفي د غزني ولایت په مرکز او ولسوالېو کي د امنیتي پیښو پر مهال د ملکي شهیدانو او ټپیانو له وارثینو او کورنیو سره د ولسمشر د فرمان پر بنسټ نغدي مرسته وسوه. د غزني والي وحیدالله کلیمزي د یادي نغدي مرستي د ویش پر مهال سره له دي چي د جګړو او امنیتي پیښو پر مهال ملکي ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، ښاروالۍ دي د بای پاس سړک جوړلو چاري چټکي کړي

راپور: محمد یار مجروح دوی همدارنګه زیاتوي چي بای پاس سړک د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمیرل کیږي بایدپه اساسي ډول ورغیږي. بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، د یاد سړک د جوړلو اساسي چاري به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري پيل کړي. د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین وايي، بای پاس سړک خلګو ته ګڼي ستونزي جوړي کړي ...

Read More »

د هلمند اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي

راپور: جواد داوري د هیواد په سطحه د ملکي تلفاتو زیاتیدو یو ځل بیا د ولسي وګړو اندیښنې راپورته کړي او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډي په ترڅ د جګړې د ښکېلو اړخونو له امله ملکي تلفات سترجنایت وبلی . د هلمند مدني فعالانو په وروستیو بمباریو کي د کنړ او هلمند د ولسي وګړو مرګ ژوبله د اندیښنې ...

Read More »

د کار او ټولنيزي چارو وزارت وايي، په راتلونکي لمريز کال به د هيواد په ۵ زونونو کي د کوچنيانو حمايوي مرکزونه جوړ کړي

راپور: مهتمم صالح په کندهار کي د کوچنيانو د حقوقو څخه د دفاع په موخه غونډه جوړه سوه چي، پر مهال یې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازي فضل باري شمسي، غونډي ګډونوالو ته وويل، په راتلونکي لمريز کال به د هيواد په پنځو زونونو کي د کوچنيانو د حمايې مرکزونه جوړ کړي. شمسي وايي، اوس مهال ...

Read More »

د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، په هيواد کي ۲۰ سلنه د نشه يي توکو په کښت او ۲۹ سلنه يې په تولید کي کمښت راغلی دی

راپور: مهتمم صالح په کندهار کي د سويل په کچه د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه د پلان جوړولو درې ورځنی ورکشاپ جوړ سو، چي پر مهال يې د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره سلامت عظيمي وویل، په هيواد کي ۲۰ سلنه د نشه يي توکو په کښت او ۲۹ سلنه يې په تولید ...

Read More »