راپور: محمد یار مجروح
دوی همدارنګه زیاتوي چي بای پاس سړک د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمیرل کیږي بایدپه اساسي ډول ورغیږي.
بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، د یاد سړک د جوړلو اساسي چاري به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري پيل کړي.
د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین وايي، بای پاس سړک خلګو ته ګڼي ستونزي جوړي کړي دي.
د کندهار د ولایتي شورارئيس سیدجان خاکریزوال وايي، ښاروالۍ دي د یاد سړک د جوړلو چاري ژر پيل کړي او په اساسي ډول دي یې ورغوي.
د کندهار بای پاس سړک له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي همداسي کنډ او کپر پروت چي د کندهار دوه ریاستونه،فوایدعامه او ښاروالۍ يې د رغولو چاري یو د بل مسولیت بولي.
د ولایتي شورا رئيس همدارنګه زیاتوي چي د پوهني ریاست دي د ولسوالیو ښوونځیو ته پر وخت د سون توکي ورسوي.
دی وايي، د پوهني ریاست دي دې برخي ته جدي پام وکړي ځکه ډیری وخت د ولسوالیو ښوونځیو ته په ډیره کمه اندازه د سون توکي لیږل کیږي.
د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین زیاتوي چي د هوايي شرکتونو له لوري د ټکټونو د بیي د لوړوالي له امله خلګو ته ستونزي جوړي سوي دي.
دوی له هوايي شرکتونو څخه غواړي تر څو د ټکټونو په قیمتونو کي کموالی راولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون