د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، په هيواد کي ۲۰ سلنه د نشه يي توکو په کښت او ۲۹ سلنه يې په تولید کي کمښت راغلی دی

راپور: مهتمم صالح

په کندهار کي د سويل په کچه د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه د پلان جوړولو درې ورځنی ورکشاپ جوړ سو، چي پر مهال يې د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره سلامت عظيمي وویل، په هيواد کي ۲۰ سلنه د نشه يي توکو په کښت او ۲۹ سلنه يې په تولید کي کمښت راغلي دي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره وايي، د خلکو په همکاري کوښښ کوي چي فيصدي نوره هم کښته کړې.

بلخوا په ټولنيزو چاروکي د کندهاراولايت مقام مرستيال حاجي اغالالی دستګري او د دغه ولايت د ولایتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، نشه يي توکو په هيواد کي د ژوند اخستلو ترڅنګ د خلکو باور ته هم زيان رسولی دئ.
دوی وايي هغه ژمني چي د نشه يې توکوسره د مبارزې وزارت کړي دي، تر اوسه يې نه دي پوره کړي او که يې پوره کړي هم وي ډېري لږ دي.

د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت دا څرکندوني پر داسي مهال کوي چي اوس د هيواد په ډېری سيمو کي کوکنار درې فصله کرل کيږي، چي په دې سره يې تولید په طبعي ډول سره زیاتیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...