د سولي ولسي حرکت وایي، که موافقه راسره وسوه طالب مېشتو سیمو ته هم د سولي پیغام رسوو

 د هلمند سولي ولسي حرکت غړي د تیرې چارشنبي په ورځ د روزګان مرکز ترینکوټ ته ورغلي او هلته يې له ولسي مشرانو سره لوي غونډي تر سره کړي.

ددغه حرکت مشر اقبال خیبر وایي، د هلمند څخه تر پلازمیني کابل او بیا وروسته د هیواد یوشمیر نورو سیمو ته ددغه حرکت سفرونه د سولي پیغام تر ښکیلو خواو رسول او په ټوله  کي د رواني جګړې دریدلي دي.

خیبر وایي، په دغه ولایت کي د ولسونو او قومي مخورو سره په خبرو کي دي او که موافقه وسوه،  چمتو دي چي د سولي دغه پيغام هم هغو سیمو ته ورسوي چي دامهال د طالبانو په ولکه کي دې.

روزګاني ولسونو ددغه حرکت تود هرکلی کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...