د جنوبي کوریا سفارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونسف) ترمنځ وچکالي ځپلو سره د مرستي دغه تړون په داسي حال کي لاسلیک کیږي چي دا مهال په ټول هېواد کي شاوخوا ۱،۶ میلیونه ماشومان له وچکالۍ سخت اغیزمن دي.
په کابل کي د جنوبي کوریا سفیرې، ري ژا هیونګ وویل، خواشیني ده چي افغانستان کي ۸۳۰۰۰ کورنۍ د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړې، دا مرستي په هرات، بادغیس او غور ولایتونو کي پر هغو ۲۱زرو کورنیو وېشل کیږي چي د جنګونو او طبیعي پېښو له امله اغېزمني سوې او ډیری برخه یې ماشومان دي.
په مرستو کي خوراکي توکي د اړتیا وړ مواد لکه کمپلي، د کورنۍ د پخلنځي توکي، ترپالونه او د ماشومانو لپاره د ژمي کالي شامل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون