د کار او ټولنيزي چارو وزارت وايي، په راتلونکي لمريز کال به د هيواد په ۵ زونونو کي د کوچنيانو حمايوي مرکزونه جوړ کړي

راپور: مهتمم صالح

په کندهار کي د کوچنيانو د حقوقو څخه د دفاع په موخه غونډه جوړه سوه چي، پر مهال یې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازي فضل باري شمسي، غونډي ګډونوالو ته وويل، په راتلونکي لمريز کال به د هيواد په پنځو زونونو کي د کوچنيانو د حمايې مرکزونه جوړ کړي.

شمسي وايي، اوس مهال په افغانستان کي د کوچنيانو د حمايوي۳۰ مرکزونه سته، چي په دولت پوري اړه نه لري او د لنډمهال لپاره دي.

شمسي وايي، د دغه مرکزونو اولنی په کابل کي جوړ سوی دی.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسيون رئيس  فخرالدين فایض وايي، په دغه ولايت کي ډېری کوچنيان په شاقه کارونو بوخت دي.

دی وايي، دغه شاقه کارونه درې لاملونه لري چي د ځای او ډوډۍ، د کورنۍ د سرپرست نه شتون او د کورنۍ د مشرانو د خوا شاقه کارونو ته د کوچنيانو مجبورول دي.

بل خوا د کندهار اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چي په دغه ولایت کي بې سرپرسته کوچنیانو ته د ځای او تعلم زمينه برابره کړي.

دوی وايي، دغه کوچنيان په بېلابيل ستونزو اخته سوي او د کورنۍ د يوې ګولې ډوډۍ د پیداکولو لپاره د هيڅ کار څخه ډډه نه کوي.

په کندهار کي زیات کوچنيان د سپلنيو دودولو، مستريخانو، له کثاپاتو څخه د پلاستکانو ټولو او د خښتو له بټيو څخه د  ماښام يوه ګوله ډوډۍ برابروي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...