د کندهار د والي وياند عزيزاحمد وويل چي تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ د چولاوک په سيمه کي هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کي د ميوند ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال او نظامي مسٔوول ملا شريف الله او ورسره دوه نور ملګري لومړى ټپيان سوي وه خو وروسته یې د بند تيمور په کلينیک کي ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړې چي په دغو عملياتو کي نور چا ته زيان نه دى اوښتى.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون