لوانتې د بارسلونا فوټبال لوبډلي څخه ماته وخوړل

د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ لوبو څخه د یکشنبي په ماخستن لوانتي د بارسلونا فوټبال لوبډلي کورتبوب وکړ، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۰ لوانتي ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره درې ګولوهني لیونل میسي په ۴۳تمه، ۴۷تمه او ۶۰تمه دقیقه کي وکړې او پاته دوه ګولونه بیا لیویز سواریز په ۳۵مه او جرارد پېکې په ۸۸یمه دقیقه کي ترسره کړل.
ددې لیګ په نورو لوبو کي په یکشنبه سویا ۲ ګولونه پر ۰ جیرونا ته او ریال بیټيس بيا ۳ ګولونه پر ۱ اسپانیول ته ماته ورکړه، خو هیوسکا او ویاریال لوبه ۲ ګولونه پر ۲ ګولونو لوبه مساوي پاي ته ورسول.
اوس د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا د ۳۴ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، سویا د ۳۱ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای، اتلاتیک ماډریډ هم ۳۱ نمرې لري، خو تر سویا په کمو ګولونو لګولو سره دریم ځای لري او ریال ماډریډ بیا د ۲۹ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای لري.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...