د کندهار په میوند ولسوالي کي د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو لویه فابریکه له منځه وړل سوې

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار میوند ولسوالي ده او افغان ځواکونه د عملیاتو سیمي ته د تګ په حال کي دي.

د ملي اردو تر څنګ، په دغه عملیاتو کي ملي پولیس، ملي امنیت او دغه راز کومانډو ځواکونه هم برخه لري.

د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند د دریمې پلې لوا قوماندان برید جنرال امیر محمد افضلي وايي، د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کي د سویل په کچه د وسله والو طالبانو یوه لویه د ماین جوړولو فابریکه او روزنیز مرکز له منځه وړل سوی.

هغه وویل، په دغه سیمه کي له تیرو دریو ورځو راهیسي عملیات دوام لري چي د امریکايي ځواکونو هوايي، ملاتړ هم ورسره دی.

دی وایي، په وروستیو هوايي، او توپچي بریدونو کي ۱۳ تنه وسله وال وژل سوي او لس تنه نور ژوبل سوي دي.

امنیتي مسٔوولین وايي، په دې عملیاتو کي د افغان ځواکونو سره په هوايي برخه کي د امریکايي ځواکونو پراخ ملاتړ وسره دی او د وسله والو ډيری پټنځایونه په هوايي بریدونو کې له منځه وړل سوي دي.

د دریمي لوا قوماندان وايي، خلک هم ورسره همکار دي او غواړي چي سیمه یې له وسله والو څخه پاکه سي تر څو دوی په ارامي کي ژوند وکړي.

امنیتي چارواکي وايي، د میوند ولسوالۍ له بند تیمور سیمي څخه وسله والو طالبانو نورو سیمو ته هم اکمالات کول او دلته یې د ماینونو یو لوی ډیپو جوړ کړي وو.

چارواکي وایي، دغه عملیات به تر هغه ادامه ولري تر څو چې سیمه له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...