راپور: اجمل وصال
روزګان ولایت مقام کي هغو ۱۶۵ بې ځایه سوو کورنیو سره نقدي مرستي وسوې، چي موده وړاندې د یوشمیر ادارو د ۱۲ کسیز پلاوي لخوا په نښه سوي وه.
دغه ۲،۴ میلونه افغانۍ د هیواد د ولسمشر لخوا د روزګاني اوسیدونکو سره مرسته سوې وه، چي نن د پیسو ترلاسه کولو چکونه باندي وویشل سوه.
د روزګان والي او ددغه ولایت د کډوالو چارو ریٔس د هیواد د ولسمشره مننه وکړه چي بې ځایه سوو لاس نیوی یې وکړ او نقدي مرستي یې ورسره وکړې.
والي محمد شفیق اسدالله سعید د مرستو د شفافیت ټینګار وکړ.
یوشمیر هغه کسان چي ورته د نقدو پیسو چکونه ورکول سوي وه، له افغان ولسمشره او نورو مسٔوولینو مننه وکړه، خو غوښتنه یې وکړه چي باید نوري مرستي هم ورسره وسي.
خو په دغه غونډه کي یوشمیر کسانو بیا نیوکه درلوده چي ویشل سوي نقدي مرستي زیاتو بډایو او هغو کسانو ته ورکول کیږي چي د سروې کوونکو خپلوان پکښي شامل دي.
دوي وایي دغه کسان زیات د اړمنو سیمو څخه نه دي په نښه سوي او یاهم هغه خلک پکښي نسته چي سیمی یې دامهال د جګړې کرښي دي.
دوی وویل، که راغلي مرستي دا ډول ویشل کیږي، تر تیریو او مرکزی حکومت دي نه رالیږي.
تردې وړاندي هم په دغه ولایت کي د اړمنو کسانو په نوم پر راغلي له زیاتو نیوکو سره مخ سوي او خلک وایي چي دلته یوازي هغو کسانو ته مرستي ورکول کیږي چي د مسٔوولینو خپلوان او یاهم پیسه داره وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون